د اتلانو جام لوبه کې د افغانستان لومړۍ ماته
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41049-د_اتلانو_جام_لوبه_کې_د_افغانستان_لومړۍ_ماته
افغانستان د چمپینز ټرافي د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې له جنوبي افریقا څخه ماته وخوړه سپورتي شنونکي ددې ماتې لامل د اغیز لرونکو لوبغاړو نشتون بولي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 04, 1403 13:22 Asia/Kabul
  • د اتلانو جام لوبه کې د افغانستان لومړۍ ماته

افغانستان د چمپینز ټرافي د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې له جنوبي افریقا څخه ماته وخوړه سپورتي شنونکي ددې ماتې لامل د اغیز لرونکو لوبغاړو نشتون بولي

که څه هم رحمت شاه زرمتي په دې لوبه کې ډېره ښه وړتیا وښوده، خو هغه په یوازې ځان نشو کولای چې د افغانستان ملي لوبډله تر بریا ورسويد پرونۍ لوبې پچه جنوبي افریقا وګټله او د توپوهنې یا بېټینګ پرېکړه یې وکړه چې په پنځوس اوورونو کې د شپږ لوبغاړو په زیان سره درې سوه پنځلس منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د درې سوه شپاړس منډو هدف ورکړ.د افغان لوبغاړو ټولې منډې په څلور څلوېښت اوور کې دوه سوه اته ته ورسېد خو دا هغه شېبه وه چې وروستی لوبغاړی هم سوځېدلی و.