د ټرمپ لخوا د امریکا د لوی درستیز ګوښه کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41048-د_ټرمپ_لخوا_د_امریکا_د_لوی_درستیز_ګوښه_کیدل
د امریکا ولسمشر د ټولو وسله والو ځواکونو لوی درستیز چارلز براون له دندې لرې کړی دی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 04, 1403 13:21 Asia/Kabul
  • د ټرمپ لخوا د امریکا د لوی درستیز ګوښه کیدل

د امریکا ولسمشر د ټولو وسله والو ځواکونو لوی درستیز چارلز براون له دندې لرې کړی دی

ډونالډ ټرمپ د هغه پر ځای ډان رازین-کین ټاکلی دی.دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ له چارلس براون پرته پنځه نور امریکایي پوځي چارواکي هم له دندو ګوښه کړي دي.دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د قانون له مخې، د امریکا د پوځ لوی درستیز باید د خپلې څلور کلنې دورې تر پایه پورې په دې مقام کې پاتې شي.د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د راتلونکې اونۍ له پیله به د دې ادارې شاوخوا پنځه زره او څلور سوه کارمندان له دندو ګوښه شي.ټرمپ د دې دلیل د دولت د موثریت زیاتوالی یاد کړی دی.