افغانستان کې د ثبات پر خوندیتابه د اسلام آباد ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41045-افغانستان_کې_د_ثبات_پر_خوندیتابه_د_اسلام_آباد_ټینګار
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي دي کابل مکلف دی چې د هغو پاکستان ضد ډلو سره مقابله وکړي چې د افغانستان په خاوره کې د دغه هیواد پر ضد فعالیتونه ترسره کوي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 04, 1403 13:15 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د ثبات پر خوندیتابه د اسلام آباد ټینګار

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي دي کابل مکلف دی چې د هغو پاکستان ضد ډلو سره مقابله وکړي چې د افغانستان په خاوره کې د دغه هیواد پر ضد فعالیتونه ترسره کوي.

هغه ادعا وکړه چې اسلام آباد د کابل خیرخواه دی او په افغانستان کې سوله او ثبات غواړي.د پاکستان دغه دیپلوماتیک چارواکي ټینګار وکړ چې دوی له افغانستان سره ګډ کلتور، مذهب او تاریخ لري، او دا مسلې دواړه هیوادونه سره نږدې کوي.هغه وويل چې اسلام آباد د سرپرست حکومت څخه تضمین غواړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي.اسحاق ډار همدارنګه ټینګار وکړ چې غیرقانوني افغان کډوال به له پاکستان څخه وشړل شي.