د ملي پروژو د امنیت پر خوندیتوب ټينګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41044-د_ملي_پروژو_د_امنیت_پر_خوندیتوب_ټينګار
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې یې د لویو زیربناوو او ملي پروژو د امنیت لپاره ځانګړي ځواکونه ګمارلي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 04, 1403 13:14 Asia/Kabul
  • د ملي پروژو د امنیت پر خوندیتوب ټينګار

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې یې د لویو زیربناوو او ملي پروژو د امنیت لپاره ځانګړي ځواکونه ګمارلي دي.

د دې ادارې ویاند عبدالمتین قانع وویل چې افغانستان اوس مهال د پرمختګ په لاره کې دی او هڅه کوي چې د آسیا د ترانزیت مرکز شي، او له همدې امله؛ د ملي پروژو د امنیت تامین د دوی د نظام لومړیتوب دی.هغه وويل، د پراختيايي پروژو د امنيت د تامين لپاره، په ځانګړې توګه د ترانزيت او سوداګرۍ په برخو کې، دوی مهم پروګرامونه په لاره اچولي دي او په دې برخه کې په جدي توګه عمل کوي.د لویو اقتصادي پروژو د امنیت د تامین مسله یوه له هغو ننګونو څخه وه چې په تیر حکومت کې هم د یوې لویې ستونزې په توګه یاد شوې وه. د عینک د مسو کان استخراج، د ټاپي ګازو او د کاسا زر د بریښنا د لیږد پروژې چې د کلونو لپاره ځنډول شوې وه؛ د دې اصلي لامل د امنیت نشتوالی بلل شوی دی