د تورخم دروازې تړل کیدل
حوت 04, 1403 13:12 Asia/Kabul
تورخم بندر کې د سرپرست حکومت کمیشنر عبدالجبار حکمت نن وویل چې پاکستان تېر ماښام د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله
هغه وويل چې دا اقدام ښايي د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پوځي تاسيساتو د جوړولو په غچ کې شوی وي.پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.د کابل او اسلام آباد ترمنځ د کړکېچونو زیاتوالی په ځانګړې توګه د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې شخړې، یوه له هغو مسلو څخه ده چې پاکستان تل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو بندرونو تړل د سیاسي وسیلې په توګه کارولې ده.تر دې مخکې، د افغانستان او پاکستان ګډې اقتصادي خونې ویلي وو چې د دغو سوداګریزو بندرونو کله ناکله تړل کېدو د دواړو هېوادونو اقتصاد ته لوی زیان اړولی دی.