د تکواندو ملي لوبډله د آسیا په پرانیستو سیالیو دوام
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41002-د_تکواندو_ملي_لوبډله_د_آسیا_په_پرانیستو_سیالیو_دوام
د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د اسیا په پرانیستو سیالیو کې د برونزو دوه نور مډالونه وګټل
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 02, 1403 14:08 Asia/Kabul
  • د تکواندو ملي لوبډله د آسیا په پرانیستو سیالیو دوام

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د اسیا په پرانیستو سیالیو کې د برونزو دوه نور مډالونه وګټل

په اووه اتیا کیلوګرامه وزن کټګورۍ کې، علي اکبر امیري په نیمه پای لوبه کې د پاکستان حمزه عمر ته ماتې ورکړه، او آزاد بیګ نوروزي په اته پنځوس کیلوګرامه وزن کټګورۍ کې د پاکستان هارون خان ته په نیمه پای لوبه کې ماتې ورکړه.د تکواندو دغو دوو ملي لوبغاړو په نیمه پای لوبه کې له ماتې وروسته د برونزو مډال وګاټه. د سیالیو په تیرو ورځو کې، حکمت الله زین د سپینو زرو مډال او احسان رحیمي د افغان ټیم لپاره د برونزو مډال وګاټه.نن، درې نور ملي لوبغاړي، محسن رضايي، بیژن صدرزاده، او امید سهاک، ټاکل شوي چې د منفي شپیته او منفي اتیا کیلوګرام وزن په ټولګیو کې سیالي وکړي.