د عدلیې وزارت د سرپرست د استعفا ردېدل
حوت 02, 1403 14:01 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د عدلیې وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي استعفا ورکړې ده.
د یاد وزارت ویاند برکت الله رسول په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا راپورونه په بشپړ ډول غلط او غیر واقعي دي.رسول زیاته کړې د وزارت سرپرست د طالبانو د مشر ملا هبت الله آخوند زدهده په امر د دوهم ځل لپاره د درملنې لپاره دوبۍ ته تللی او ډېر ژر به هېواد ته راستون شي.پرون یو شمېر رسنیو راپور ورکړ چې د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي په خپل کار کې د لاسوهنې له امله استعفا ورکړې، خو د هغه استعفا ونه منل شوه.په دې وروستیو کې په ځینو رسنیو راپورنه ورکړل چې د سرپرست حکومت یو شمېر چارواکي له هېواده وتلي او بیرته نه دي راستانه شوي دي