د ویانا غونډې ته د سرپرست حکومت غبرګون
حوت 01, 1403 14:01 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ویانا پنځمې غونډې په غبرګون کې د حکومت پر سیاسي مخالفینو غږ وکړ چې افغانستان ته راستانه شي. هغه دا غونډې یوه ناکامه هڅه وبلله او وویل چې د نړۍ هېوادونو دا درک کړې چې په افغانستان کې یو پیاوړی نظام واکمن دی.