افغانستان کې د میندو د مړینې زیاتېدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40968-افغانستان_کې_د_میندو_د_مړینې_زیاتېدل
د ملګرو ملتونو بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د میندو د مړینې د لوړې کچې په اړه خبرداری ورکړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 01, 1403 14:00 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د میندو د مړینې زیاتېدل

د ملګرو ملتونو بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د میندو د مړینې د لوړې کچې په اړه خبرداری ورکړی دی.

اوچا په ایکس پاڼه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د نړیوال اوسط په پرتله درې چنده لوړه ده.د ملګرو ملتونو دې ادارې یو ځل بیا د افغان ښځو لپاره د طبي انستیتیوتونو په تړلو نیوکه وکړه او وویل چې دا فرمان به په اوږد مهال کې د افغانستان د روغتیا سکتور لپاره ستونزې رامینځته کړي.د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په هرو سل زرو زیږونونو کې له شپږسوه څخه زیاتې میندې د زیږون پرمهال مري، چې دا د نړۍ د اوسط څخه نږدې درې چنده ده.د یادونې وړ ده چې په تیرو درېیو کلونو کې د سرپرست حکومت لخوا په ښځو باندې سخت محدودیتونه لګول شوي دي.