اسلام آباد او راولپنډۍ څخه د افغانانو ایستل
حوت 01, 1403 13:59 Asia/Kabul
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي چې د پاکستان دولت پریکړه کړې چې ټول افغان کډوال به له اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو او په نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان څخه وباسي.
سفارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره په یوه غونډه کې، دوی په لنډ وخت کې د ټولو کډوالو د اخراج او په دې برخه کې د پاکستان د یو اړخیزې پریکړې په اړه خپله جدي اندیښنه څرګنده کړه.د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د روان کال د جنوري له لومړۍ نیټې څخه تر پایه پورې له اتلس زرو څخه ډیر افغانان له اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.پاکستان د دوه زره درویشتم کال له وروستیو راهیسې د افغان کډوالو ایستل پیل کړي دي.