تهران ته د قطر د امیر سفر
حوت 01, 1403 13:59 Asia/Kabul
د قطر امیر له ایراني چارواکو سره د سلا مشورو لپاره نن ماسپښین په یوه رسمي سفر تهران ته ورسید
د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د قطر امیر تهران ته د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او په سیمه او نړۍ کې د پرمختګونو د بیاکتنې په هدف رسیدلی دی.تهران ته په رسیدو سره، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هغه هرکلی وکړ.د ایران ولسمشر او د قطر امیر د رسمي هرکلي له مراسمو وروسته خپلې شخصي خبرې اترې پیل کړې.د قطر د امیر سفر د دوحې او تهران د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د هوډ ثبوت دی.