د وعده صادق 3 عملیاتو د ترسره کولو ژمنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40965-د_وعده_صادق_3_عملیاتو_د_ترسره_کولو_ژمنه
د ایران اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د فضايي ځواک قوماندان جنرال حاجي زاده په یوه تلویزیوني پروګرام کې وویل: لکه څنګه چې د وعده صادق لومړي او دویم عملیات ترسره شول د وعده صادق درېیم عملیات به هم خامخا ترسره شي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 01, 1403 13:58 Asia/Kabul
  • د وعده صادق 3 عملیاتو د ترسره کولو ژمنه

د ایران اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د فضايي ځواک قوماندان جنرال حاجي زاده په یوه تلویزیوني پروګرام کې وویل: لکه څنګه چې د وعده صادق لومړي او دویم عملیات ترسره شول د وعده صادق درېیم عملیات به هم خامخا ترسره شي.

جنرال حاجي زاده وويل چې په صادق دوه عملياتو کې، د ايران له پنځه اويا سلنې څخه زياتو توغنديو خپل هدفونه په نښه کړي دي.هغه وويل چې که څه هم د صهیونیستي رژیم د توغندیو ضد دفاعي سیسټمونه په نړۍ کې پیژندل شوي، خو یاد رژیم د ریښتینې ژمنې دوهم عملیاتو او په خپله دفاع کې له لویې ماتې سره مخ شو او دفاعي سیسټم یې لمنځه ولاړ.د ایران اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د فضايي ځواک قوماندان دا هم وویل چې په صادق وعده یو عملیاتو کې، موږ د شاوخوا یو سل او شپیته ډرون الوتکو په توغولو سره په نړۍ کې ترټولو لوی ډرون عملیات ترسره کړل، او دا ښیي چې ایران یو پیاوړی هیواد دی.