حکمت الله زین د تکواندو آزادو سیالیو اتل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40963-حکمت_الله_زین_د_تکواندو_آزادو_سیالیو_اتل
د افغانستان د تکواندو ملي اتل حکمت الله زین د آسیا تکواندو آزادو سیالیو دویم مقام ترلاسه کړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 01, 1403 13:56 Asia/Kabul
  • حکمت الله زین د تکواندو آزادو سیالیو اتل

د افغانستان د تکواندو ملي اتل حکمت الله زین د آسیا تکواندو آزادو سیالیو دویم مقام ترلاسه کړ.

حکمت الله زین، د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د منفي اته شپیته کیلوګرامه وزن لوبغاړی چې د آسیا تکواندو آزادو سیالیو اتلولۍ نیمه پای لوبې ته د درېیو بریاوو سره رسیدلی و، دا پړاو هم وګاټه او پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.دغه لوبغاړي په وروستۍ لوبه کې د ایران له محمد صادق دهقاني څخه ماتې وخوړه او د سپینو زرو مډال یې وګاټه.حکمت الله زین په نیمه پایلوبه کې د پاکستاني لوبغاړي پر وړاندې سیالي وکړه او په دوو پړاوونو کې یې بریا ترلاسه کړه.