پاکستان کې د کرکټ اتلانو جام سیالیو پيل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40962-پاکستان_کې_د_کرکټ_اتلانو_جام_سیالیو_پيل
د کرکټ اتلانو جام لومړنۍ لوبه نن پیل شوه چې پاکستان او نیوزلنډ د سیالۍ ډګر ته ښکته شوي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 01, 1403 13:54 Asia/Kabul
  • پاکستان کې د کرکټ اتلانو جام سیالیو پيل

د کرکټ اتلانو جام لومړنۍ لوبه نن پیل شوه چې پاکستان او نیوزلنډ د سیالۍ ډګر ته ښکته شوي

دا لوبه نن د کابل په وخت یوه نیمه بجه پيل شوه ، د نننۍ لوبې پچه پاکستان وګټله او د توپ اچونې یا باولینګ پریکړه یې وکړه.افغانستان په دې لړۍ کې د لومړي ځل لپاره برخه اخلي او د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په بي ګروپ کې لوبېږي.د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ له جنوبي افریقا سره پلان شوې، دوهمه لوبه به یې د فبروري په شپږویشتمه له انګلستان او درېیمه به یې د فبروري په اته ویشتمه له اسټرالیا سره وي.