د کابل ځوانانو د سوک وهنې غوراوي سیالیو پای
دلو 30, 1403 13:17 Asia/Kabul
د کابل ځوانانو د سوک وهنې غوراوي سیالیو درویشتم پړاو سیالۍ چې نهه ورځې وړاندې د دغه فدراسیون د سوک وهنې په تالار کې پیل شوی و، پای ته ورسېد.
په دې سیالیو کې، د کابل د پنځه اتیا باکسینګ کلبونو څخه درې سوه شل لوبغاړو یو بل سره سیالي وکړه، او په پای کې شپږویشت لوبغاړي د کابل ټیم لپاره غوره شول.دا سیالۍ د اته څلوېښتو څخه تر دوه نوي کیلوګرامه وزن په کټګوریو کې ترسره شوې، او غوره لوبغاړي د کابل ځوانانو د سوک وهنې ټیم لپاره غوره شول.