د کرکټ تمریناتي لوبو کې د افغانستان دویمه ماته
دلو 29, 1403 13:19 Asia/Kabul
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د اتلانو جام په درشل کې خپله دویمه تمریني لوبه په نیوزیلنډ وبایلله.
د اتلانو جام په درشل کې، چې ډېر ژر به په پاکستان کې پیل شي دا دویمه لوبه ده چې افغانستان یې بایلليلومړۍ تمریني لوبه کې یې د پاکستان لوبډلې په وړاندې هم ماته خوړلې وهکه څه هم افغانستان پرون ښه لوبه وکړه او مخالف لوري ته یې د درې سوه شپږ منډو هدف وټاکه؛ خو نیوزیلنډ وتوانید چې د افغانستان پر وړاندې یوازې د دوو ویکټو په توپیر بریا ترلاسه کړي.دا سیالۍ د اتلانو جام لپاره د چمتووالي په موخه ترسره کیږي. ټاکل شوې ده چې افغانستان راتلونکې جمعه د سویلي افریقا په وړاندې په دې سیالۍ کې خپله لومړۍ رسمي لوبه وکړي.