د نړیوالې ټولنې دریځ ته د سرپرست حکومت غبرګون
د سرپرست حکومت د امربالمعروف وزارت سرپرست د نړیوالې ټولنې د دریځ په ځواب کې، ویلي دي چې د کابل په اړه د دوی چلند په بشپړه توګه دوه ګونی او سیاسي دی.
د دې وزارت ویاند سیف السلام خیبر وویل چې افغانستان یو اسلامي هیواد دی او د هیواد قوانین یې د ښځو، ماشومانو او د ټولنې د ټولو برخو لپاره د اسلامي قوانینو پر بنسټ ولاړ دي.هغه وويل چې د امربالمعروف وزارت پر قانون، فعالیتونو او ستراتیژیو نیوکه کول او د ښځو د بشري حقونو په نوم د شکایتونو اوریدل د نړیوالو معیارونو دوه ګونی معیار استازیتوب کوي چې پکې د بشري حقونو شعار د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارول کیږي.دا په داسې حال کې ده چې پرون د کاناډا، آسټرالیا، جرمني په ګډون د اوولسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازو په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت د اندیښنې وړ وباله.پخوا هم د سرپرست حکومت چارواکو د دوی پر وړاندې د نړیوالې ټولنې دریځونه ناسم او سیاسي بللي وو