کابل سره د اړیکو پر پیاوړتیا د ایران ټینګار
دلو 29, 1403 13:15 Asia/Kabul
په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي د افغانستان په اړه د خپل هیواد اساسي پالیسۍ د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا وبلله.
ښاغلي بیګدلي ویلي دي هغه څه چې موږ د اسلامي جمهوریت د پالیسۍ په توګه باور لرو هغه دا دي چې زموږ او ستاسو ترمنځ ټولې نښلیدونکې لارې باید د خلکو د تګ راتګ، د سوداګرو د سوداګرۍ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د موټرو د تګ راتګ لپاره مناسبې لارې وي.په کابل کې د ایران سفارت سرپرست فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا او په چابهار بندر کې د افغان سوداګرو د شتون په اړه خبرې وکړې.دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې افغانستان له ایران سره تر ټولو ډېر سوداګریز او ټرانزیټي تعاملات لري، او د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دا لړۍ مخ په زیاتیدو دی.