عبدالغني برادر ته د سفر اجازه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40892-عبدالغني_برادر_ته_د_سفر_اجازه
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټه وايي چې د اقتصادي چارو لپاره د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر ته یې د درویشت ورځو لپاره د سفر اجازه ورکړې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 29, 1403 13:14 Asia/Kabul
  • عبدالغني برادر ته د سفر اجازه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټه وايي چې د اقتصادي چارو لپاره د سرپرست حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر ته یې د درویشت ورځو لپاره د سفر اجازه ورکړې ده.

دغه بنسټ ویلي چې دا معافیت د ملا برادر د طبي درملنې لپاره نورو هیوادونو ته د سفر لپاره ورکړل شوی، او د روان کال د فبروري له نهمې څخه د مارچ تر درېیمې پورې د اعتبار وړ دی.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک مشر هم روسیې ته د سفر درې ورځې معافیت ترلاسه کړی دی ترڅو مسکو ته د روسي چارواکو سره د اقتصادي او پولي تعاملاتو لپاره سفر وکړي.د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې وویل: "دا معافیت د روسیې یکاترینبورګ ښار ته د هغه د سفر لپاره دی، ترڅو د مالي چارو په اړه د سایبري امنیت په اړه د اورال فورم کې برخه واخلي، چې د دوه زره پنځه ویشتم کال د فبروري له نولسمې څخه تر یوویشتمې پورې په لاره اچول شویخو؛ سرپرست حکومت لا تر اوسه په دې نه دی بریالی شوی چې د افغانستان د مشروع نظام په توګه په نړیواله کچه رسمیت ترلاسه کړي او له نورو هیوادونو سره په عادي ډول تعامل وکړي؛ افغان چارواکي وايي چې دوی په څو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو چارې په خپل واک کې لري او د دوی او نړیوالې ټولنې ترمنځ د لا زیاتو تعاملاتو لپاره ګامونه پورته شوي دي.