د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه نښته
دلو 29, 1403 13:13 Asia/Kabul
ننګرهار ولایت کې د سرپرست حکومت سیمه ییز چارواکي وايي چې د دوی ځواکونو لعلپورې ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو کې له پاکستاني سرحدي ځواکونو سره نښته کړې ده.
ننګرهار ولایت کې د سرپرست حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وویل چې نښته هغه مهال پیل شوه کله چې د دوی ځواکونه د خپلو امنیتي پوستو د پیاوړتیا لپاره خندکونه کیندل.هغه وويل چې په دې شخړه کې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې دوه پاکستاني پوستې په نښه شوې دي.د ننګرهار ولایت د پولیسو دغه چارواکي په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.د افغانستان د سرپرست حکومت له واکنیدو وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې شخړې ډېرې شوې دي.