د افغان بندیانو د برخلیک پر ټاکلو د متقي ټینګار
دلو 29, 1403 13:12 Asia/Kabul
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر سره په لیدنه کې د نړۍ په هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک په ټاکلو کې د دې سازمان د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وویل چې متقي په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د بشري مرستو او فعالیتونو بهیر باید دوام ومومي.هغه ادعا وکړه چې د ثبات او امنیت په اوسني وضعیت کې، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې همکاري باید پراخه شي.د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشر پیر کراهن بول هم ویلي دي چې که څه هم د ځینې هیوادونه زندانونو ته محدود لاسرسی لري خو د افغان بندیانو د ملاتړ لپاره هڅې کوي.