افغانستان کې د برښنا ۱۲۶ پروژو قرارداد
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40889-افغانستان_کې_د_برښنا_۱۲۶_پروژو_قرارداد
د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي چارو رییس صفی الله احمدزی وايي چې په څوارلس سوه او درېیم لمریز کال کې د برېښنا رسولو شاوخوا یو سل او شپږ ویشت پروژو پلي کولو پلان لري.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 29, 1403 13:11 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د برښنا ۱۲۶ پروژو قرارداد

د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي چارو رییس صفی الله احمدزی وايي چې په څوارلس سوه او درېیم لمریز کال کې د برېښنا رسولو شاوخوا یو سل او شپږ ویشت پروژو پلي کولو پلان لري.

نوموړي وویل چې د دې قراردادونو يو شمېر اوس مهال پلي کېږي. د هغه په وينا، دا مهال د افغانستان د برېښنا يوويشت سلنه له کورنيو سرچينو او نهه اويا سلنه له بهرنيو سرچينو څخه برابرېږي.د برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر هم ویلي دي چې سږ کال صنعتي پارکونو ته د برېښنا رسولو لپاره ډېره پاملرنه شوې ده او د کجکي بند، ماهیپر بند، د ارغندي پنځه سوه کیلو ولټه برېښنا لیږد مزي او د وردک چک پروژې په څېر پروژې پلي کېږي.د شمېرو له مخې؛ د روان هجري لمریز کال له پیل راهیسې، برېښنا شرکت د برېښنا د بیلونو په برخه کې یو دیرش میلیارده پنځه سوه او یو دیرش میلیونه افغانۍ راټولې کړې دي.