د رسنیو په مرکز کې د برښنا رئیس خبري کنفرانس
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40857-د_رسنیو_په_مرکز_کې_د_برښنا_رئیس_خبري_کنفرانس
د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې په تېرو پنځو میاشتو کې توانیدلي چې په ټول هېواد کې د یو اعشاریه پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د برېښنا رسولو بېلابېلې پروژې بشپړې کړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 28, 1403 13:23 Asia/Kabul
  • د رسنیو په مرکز کې د برښنا رئیس خبري کنفرانس

د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې په تېرو پنځو میاشتو کې توانیدلي چې په ټول هېواد کې د یو اعشاریه پنځه میلیارد ډالرو په ارزښت د برېښنا رسولو بېلابېلې پروژې بشپړې کړي.

د برېښنا شرکت عمومي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې موده کې د شاوخوا درې نیم میلیارده افغانیو په ارزښت دوه سوه شپږ نوي قراردادونه لاسلیک شوي دي.هغه زیاتوي چې ازبیکستان څخه د پنځه سوه کیلو ولټه بریښنا د لیږد پروژې کار، چې د زر میګاواټه بریښنا د لیږد ظرفیت لري، په دوو برخو کې له دوو شرکتونو سره قرارداد شوی دی.د برېښنا عمومي رییس وویل هڅه کوي چې دا پروژه د څوارلس سوه څلورم کال تر پایه بشپړه کړي.په ورته وخت کې، د برېښنا شرکت چارواکو ویلي دي چې د لویې سیمه ییزې پروژې کاسا زر کار به د نړیوال بانک لخوا پیل شي او تمه کیږي چې دا پروژه به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه شي.