د هرات ــ کندهار اوسپنې پټلۍ د سروې چارو پيل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40855-د_هرات_ــ_کندهار_اوسپنې_پټلۍ_د_سروې_چارو_پيل
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د کندهار-هرات د اووه سوه اووه دیرش کیلومتره اوږدې ریل پټلۍ د سروې او ډیزاین د پیل اعلان وکړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 28, 1403 13:20 Asia/Kabul
  • د هرات ــ کندهار اوسپنې پټلۍ د سروې چارو پيل

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د کندهار-هرات د اووه سوه اووه دیرش کیلومتره اوږدې ریل پټلۍ د سروې او ډیزاین د پیل اعلان وکړ.

د سرپرست حکومت ویاند په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به ترکمنستان او ایران د افغانستان له لارې له پاکستان سره ونښلول شي.هغه وويل چې دا د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې یو مهم اقتصادي ګام دی.د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د کندهار-هرات د اورګاډي پټلۍ د سروې او ډیزاین پروژې ارزښت له دوه سوه څلور شپیته ملیون افغانیو څخه ډیر اعلان کړ.د هغه په وينا، د دې پروژې ډيزاين به د اتو مياشتو په اوږدو کې بشپړ شي.ټولګټو چارو وزارت د دې پروژې د ډیزاین قرارداد پنځو خصوصي شرکتونو ته ورکړی دی.