افغانستان کې د اقتصادي پراختیا لپاره د ایران ژمنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40836-افغانستان_کې_د_اقتصادي_پراختیا_لپاره_د_ایران_ژمنه
فراه سرپرست والي او د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ترمنځ د ګډې غونډې په ترڅ کې، د سوداګریزو ستونزو د حل او د شیخ ابو نصر فراهي بندر د سړک جوړولو په چټکتیا ټینګار وشو
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 27, 1403 13:48 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د اقتصادي پراختیا لپاره د ایران ژمنه

فراه سرپرست والي او د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ترمنځ د ګډې غونډې په ترڅ کې، د سوداګریزو ستونزو د حل او د شیخ ابو نصر فراهي بندر د سړک جوړولو په چټکتیا ټینګار وشو

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیگدلي ویلي دي چې افغانستان هر کال ایران ته له پنځوس میلیون ډالرو څخه ډیر صادرات لري.ښاغلي بیګدلي ویلي دي چې ایران له افغانستان سره اوږدمهاله همکارۍ ته ژمن دی.د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو اندازه ملیاردونو ډالرو ته رسیږي او دا مسله لاهم مخ په زیاتیدو ده.