د لبنان پر دولت د دغه هیواد د روحاني نیوکه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40832-د_لبنان_پر_دولت_د_دغه_هیواد_د_روحاني_نیوکه
د لبنان یو مشهور عالم احمد قبلان د هیواد په فضا کې د ایراني الوتکو د الوتنې بندیز په غبرګون کې وویل چې دا خطرناکې پایلې لري او د منلو وړ نه دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 27, 1403 13:42 Asia/Kabul
  • د لبنان پر دولت د دغه هیواد د روحاني نیوکه

د لبنان یو مشهور عالم احمد قبلان د هیواد په فضا کې د ایراني الوتکو د الوتنې بندیز په غبرګون کې وویل چې دا خطرناکې پایلې لري او د منلو وړ نه دي.

هغه وویل چې د بیروت هوايي ډګر لبنان پورې اړه لري، نه واشنګټن، او په همدې اساس، د لبنان حکومت باید د دې هیواد ګټو ته خدمت وکړي، او موږ د نوي حکومت د جوړیدو پر مهال پر دې موضوع ټینګار وکړ.دا غبرګون په داسې وخت کې راځي چې د لبنان حکومت له دې اقدام وروسته، د هیواد سلګونو اوسیدونکو د بیروت هوایی ډګر ته نږدې د داسې پالیسۍ پر ضد لاریون وکړ.