د سمنګان په ډبرو سکرو کان کې چاودنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40789-د_سمنګان_په_ډبرو_سکرو_کان_کې_چاودنه
د سمنګان ولایت د سرپرست حکومت د امنیه قوماندنۍ ویاند حشمت الله رحماني د یاد ولایت د ډبرو سکرو په یوه کان کې د میتان ګازو د چاودنې خبر ورکړی
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 25, 1403 13:10 Asia/Kabul
  • د سمنګان په ډبرو سکرو کان کې چاودنه

د سمنګان ولایت د سرپرست حکومت د امنیه قوماندنۍ ویاند حشمت الله رحماني د یاد ولایت د ډبرو سکرو په یوه کان کې د میتان ګازو د چاودنې خبر ورکړی

هغه وويل چې په دې پېښه کې درې کارګرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.د ماین چاودنه د دره صوف ولسوالۍ په پورتنۍ برخه کې د لیله په کلي کې شوې چې څو نور کسان په چاودنه کې ټپیان شوي دي.دغو کارګرانو په دې کان کې د کار کولو پرمهال له دې پېښې سره مخ شول او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.د افغانستان په کانونو کې، په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو په کانونو کې، د کافي خوندیتوب نشتوالی د داسې پیښو یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کیږي.