د پوهنتون له استادانو د مولوي ندا محمد نديم غوښتنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40787-د_پوهنتون_له_استادانو_د_مولوي_ندا_محمد_نديم_غوښتنه
د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پکتیا ته د سفر او د پوهنتون د استادانو په غونډه کې د ګډون پر مهال وویل چې د افغانستان علمي کدرونه باید د هیواد د پرمختګ لپاره خپل نظام ته مشوره ورکړي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 25, 1403 13:09 Asia/Kabul
  • د پوهنتون له استادانو د مولوي ندا محمد نديم غوښتنه

د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پکتیا ته د سفر او د پوهنتون د استادانو په غونډه کې د ګډون پر مهال وویل چې د افغانستان علمي کدرونه باید د هیواد د پرمختګ لپاره خپل نظام ته مشوره ورکړي

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وویل چې هره اداره په حکومت او نظام کې جلا دندې او مسؤلیتونه لري، خو د لوړو زده کړو وزارت د استادانو او کارمندانو دندې او مسؤلیتونه د دې هیواد د بچیانو ته د زده کړو او پوهې ښودل دي او دنده ډيره مقدسه ده.هغه ادعا وکړه چې په مختلفو پوستونو کې د استادانو د ټاکلو اوږده پروسه ساده او اسانه شوې ده، چې په دې توګه د وخت ضایع کیدو مخه نیول شوې ده