قانع؛ نهبښونکي جنایتونه له پولو بهر ریښې لري
دلو 25, 1403 13:07 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د کندوز ښار د کابلبانک دروازې مخې ته د تېرې ورځې د برید عاملان د هېواد له پولو بهر ریښې لري
د وزارت ویاند عبدالمتین قانع د کوم ځانګړي هیواد یادونه ونه کړه، خو ویې ویل چې د دې پیښې عاملین به ډیر ژر وپیژندل شي او سزا به ورکړل شي.قانع په دې هکله وايي:«د امنیتي د موندنو او ځينو اسنادو له مخې د دا ډول نبښونکو جنایتونو عاملان، چې د اسلام او د افغانستان د خلکو دښمن دي، د هېواد له پولو بهر ریښې لري او خپل شوم پلانونه له هغه ځایه تنظیموي. موږ ډاډ ورکوو چې د دا ډول زړهبوږنونکو پېښو عاملان ونیسو او مجازات یې کړو.»په کندوز کې د کابل بانک دروازې تهڅېرمه د سې شنبې ورځې ځانمرګي برید، چې داعش ترهګرې ډلې یې مسولیت په غاړه واخیست لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته