د کندهار په پوهنتون کې د ملا هیبت الله وینا
د سرپرست حکومت د لوړو زدهکړو وزارت ویلي، د یاد حکومت رهبر په لومړي ځل په کندهار پوهنتون کې په داسې حال کې وینا وکړه چې د پوهنتون استادانو او زده کړیالانو هم حضور درلود
د وزارت ویاند ضیاالله هاشمي له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، شیخ هبت الله اخندزاده په خپلو خبرو کې د دیني او عصري زدهکړو پر اهمیت ټینګار کړی او له محصلینو يې غوښتي چې د زدهکړو له لارې هېواد د نورو سیال وګرځوي.د سرپرست حکومت مشر همداراز ویلي چې د پوهنتون او مدرسې ترمنځ واټن نشته.شيخ هبت الله اخندزاده زیاته کړې چې فرمانونه یې له قرآن او حديث اخیستل شوي او له علماو سره پرې مشوره شوې او په خبره یې که د اسلام خلاف وي نه دي منل کیږي.د هغه څرګندونې په داسې حال کې راځي چې د افغان ټولنې یوه برخه، په شمول د نجونو او ښځو، د ملا هبت الله اخوند زاده د مستقیم امر له مخې د زده کړې له حق څخه محرومه ده.