د بلوچستان په ځنګلونو کې اورلګیدنه
دلو 24, 1403 12:58 Asia/Kabul
د بلوچستان ایالت چارواکي وايي چې سلګونه اور وژونکي د دغه ولایت په غرنیو سیمو کې د ځنګلونو د اور کنټرول لپاره له خپلو شته امکاناتو څخه کار اخلي.
ځايي چارواکو ویلي دوی هڅه کوي چې اور د استوګنې سیمو ته ونه رسیږي.دا اورلګېدنه څو ورځې وړاندې پیل شوه او ویل کیږي چې لامل یې په غرونو کې د بوټو اورلګیدنه او په دې سیمو کې ونو ته خپریدل دي.د پاکستان د ځنګلونو د ساتنې چارواکي وايي چې د اقلیم بدلون، ډیره تودوخه او په وروستیو کلونو کې د باران کمښت د دې لړۍ د پیښو اصلي لاملونه دي.