د خصوصي سکټور ودې لپاره د حنفي ژمنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40747-د_خصوصي_سکټور_ودې_لپاره_د_حنفي_ژمنه
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي دوی هڅه کوي چې خصوصي سکتور او د افغانستان اقتصاد وده وکړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 24, 1403 12:56 Asia/Kabul
  • د خصوصي سکټور ودې لپاره د حنفي ژمنه

د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وايي دوی هڅه کوي چې خصوصي سکتور او د افغانستان اقتصاد وده وکړي.

د دې ادارې د ادري مرستیال دفتر نن په یوه بیان کې وویل چې مولوي حنفي دا څرګندونې د خیرخواه نوي سوداګریز مارکېټ د پرانستلو په مراسمو کې وکړې.هغه وويل چې دا يو څرګند حقيقت دی چې د يو هېواد پرمختګ د سوداګرۍ په ودې او د هغه هېواد د خصوصي سکتور په ملاتړ پورې اړه لري.د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي دي چې د دوی پروګرامونه تل اقتصاد ته متوجه دي او په دې برخه کې د خصوصي سکتور ملاتړ د دوی لومړیتوب دی.