د پاکستان له بندخونو د ۸۴ افغان کډوالو خوشې کیدل
دلو 24, 1403 12:55 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت پرون د پاکستان له زندانونو څخه د څلور اتیا افغان کډوالو د خوشې کېدو خبر ورکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې خلکو کې څو کورنۍ هم شاملې دي.ویل کیږي چې دا کډوال د ننګرهار ولایت د تورخم بندر له لارې افغانستان ته داخل شوي .د سرپرست حکومت د سرحدي چارواکو په وینا، دا کسان د پاکستان له اسلام آباد څخه نیول شوي وو او د پنځو ورځو لپاره په حاجي کمپ کې ساتل شوي وو.په تېر کال کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په چټکۍ سره زیات شوی دی.