افغانستان ته د لومړۍ ریلي جوپې رسیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40745-افغانستان_ته_د_لومړۍ_ریلي_جوپې_رسیدل
له هند څخه د ریل ګاډي لومړی سوداګریز بار د ایران له لارې افغانستان ته داخل شو.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 24, 1403 12:54 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د لومړۍ ریلي جوپې رسیدل

له هند څخه د ریل ګاډي لومړی سوداګریز بار د ایران له لارې افغانستان ته داخل شو.

په دې ټرانزیټي جوپه کې هغه غوړي شامل دي چې له هند څخه د کښتۍ له لارې د ایران بندر عباس ته رسیدلي او بیا د ایران د ریل پټلۍ له لارې هرات ته ننوتلي دي.د افغانستان د اورګاډي د پراختیا کنسرسیوم مشر وویل چې دا ټرانزیټ د سې شنبې په ماښام خراسان رضوي کې د شمتیغ اورګاډي پولې له لارې افغانستان ته داخل شو.هغه وویل چې په دې بار کې شپږ کانټینرونه وو چې بادام او د غوړو دانې یې لیږدولې د ایران د خواف ښار څخه له تیریدو وروسته د افغانستان هرات ښار روزنګ تمځای ته ورسیدل.د شمېرو له مخې، تر اوسه پورې د ایران او افغانستان ترمنځ د اورګاډي له لارې له دېرش زره ټنو څخه زیات صادراتي او ټرانزیټ توکي لیږدول شوي دي.