د انقلاب رهبر سره د لوړپوړو پوځي چارواکو لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40744-د_انقلاب_رهبر_سره_د_لوړپوړو_پوځي_چارواکو_لیدنه
د دفاع وزارت او وسله والو ځواکونو د چارواکو یوې ډلې او همدارنګه د ایران د دفاعي صنعت د شهیدانو کورنیو نن د ایران اسلامي انقلاب له رهبر سره وکتل.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 24, 1403 12:53 Asia/Kabul
  • د انقلاب رهبر سره د لوړپوړو پوځي چارواکو لیدنه

د دفاع وزارت او وسله والو ځواکونو د چارواکو یوې ډلې او همدارنګه د ایران د دفاعي صنعت د شهیدانو کورنیو نن د ایران اسلامي انقلاب له رهبر سره وکتل.

په دې غونډه کې، د انقلاب رهبر ټینګار وکړ چې د سلواغې دوه ویشتمه نیټه، چې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب کلیزه ده، د ایران ملت د دښمن د تبلیغاتو او احمقانه ګواښونو تر فشار لاندې، نړۍ ته د خپل یووالي پیغام څرګند کړ او ټولو ته یې خپل هویت، قوت او شخصیت وښود.هغه د څوارلس سوه درې نندارتون څخه هم لیدنه وکړه، چې د ایراني ساینس پوهانو او پوځي صنعت متخصصینو وروستۍ لاسته راوړنې او وړتیاوې پکې شاملې وې.په دې نندارتون کې د الوتکو ضد سیستمونو،بالستیک او کروز توغندي څیرک مهمات ، د فضايي او بې پیلوټه الوتکو په ګډون پرمختللي تجهیزات او نوې ټیکنالوژي نندارې ته وړاندې شوې.د انقلاب رهبر وویل: د دفاعي صنعت په برخه کې پرمختګونه په نړۍ کې د ایران د دفاعي قدرت د زیاتوالي لامل شوي دي.