افغانستان ته د پاکستان صادراتو ۹۰ سلنه ډیروالی
دلو 23, 1403 13:28 Asia/Kabul
د پاکستان دولتي بانک وايي چې د تېر کال په وروستیو شپږو میاشتو کې، افغانستان ته د توکو او خدماتو صادرات دوه نوي سلنه زیات شوي دي
د بانک راپور، چې د تیر کال د جولای څخه تر دسمبر پورې موده یې څیړلې، وايي چې په دې موده کې د پاکستان ټول صادرات له پنځه سوه میلیون ډالرو څخه ډیر وو.د صادراتو دا اندازه د تیر کال د ورته وخت په پرتله نږدې دوه سوه پنځوس میلیون ډالرو زیاتوالی څرګندوي.د پاکستان د دولتي بانک په یوه راپور کې ویل شوي چې په دې موده کې به له افغانستان څخه د هیواد واردات له لسو میلیون ډالرو څخه کم وي.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اقتصادي ادارو د ارزونې پر بنسټ، د سیاسي او امنیتي کړکیچونو له امله له پاکستان سره سوداګري سره کمه شوې ده.