د ناروې چارسمبالي سره د بهرنیو چارو سرپرست لیدنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40717-د_ناروې_چارسمبالي_سره_د_بهرنیو_چارو_سرپرست_لیدنه
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په افغانستان کې د ناروې سفارت چارسمبالي پیر آلبرت الساس سره وکتل او د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 23, 1403 13:25 Asia/Kabul
  • د ناروې چارسمبالي سره د بهرنیو چارو سرپرست لیدنه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په افغانستان کې د ناروې سفارت چارسمبالي پیر آلبرت الساس سره وکتل او د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

امیر خان متقي په دې لیدنه کې وویل چې کابل مثبت نړیوال تعامل او د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي. هغه زیاته کړه چې د سیمې او نړۍ هیوادونه باید د افغانستان له خلکو سره د اقتصادي ودې او پرمختګ په برخه کې همکاري وکړي.د ناروې د سفارت شارژدافیر هم په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه او د مخدره توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه اغیزمنه بللې ده. هغه دا هم وویل چې هیواد به یې سرپرست حکومت سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.دواړو خواوو د مثبتو تعاملاتو په اړه هم خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې به نورې هم پراخې شي.