کندز کې د کابل بانک مخ ته چاودنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40716-کندز_کې_د_کابل_بانک_مخ_ته_چاودنه
نن سهار د افغانستان په شمال ختیځ کندوز ښار کې د کابل بانک مخې ته چاودنه رامنځته شوه
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 23, 1403 13:22 Asia/Kabul
  • کندز کې د کابل بانک مخ ته چاودنه

نن سهار د افغانستان په شمال ختیځ کندوز ښار کې د کابل بانک مخې ته چاودنه رامنځته شوه

د کندوز د پولیسو ویاند جمعه الدین خاکسار وویل چې چاودنه د یوه ځانمرګي برید له امله وه چې لږ تر لږه پنځه پوځي او ملکي کسان پکې ووژل شول. هغه وويل چې په دې بريد کې اووه نور کسان ټپيان شوي دي.خو عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه ډېره زوروره وه او ډېر تلفات یې اړولي دي.ځینو رسنیو هم راپور ورکړی چې پنځه ویشت کسان وژل شوي او دیرش نور ټپیان دي.چاودنه په سیمه ییز وخت شاوخوا اته نیمې بجې د بانک څانګې ته نږدې وشوه.دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې پوځي پرسونل د بانک مخې ته د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره په لیکه کې ولاړ وو.د کندوز د پولیسو قومانداني وايي چې د پیښې د عاملینو د موندلو هڅه کوي.دا چاودنه په داسې حال کې کېږي چې سرپرست حکومت ادعا کوي چې په هیواد کې امنیت خوندي دی