د سویلي افریقا کرکټ ۲۰ اووریزه سیالۍ
دلو 21, 1403 13:07 Asia/Kabul
د راشدخان په لوبډلمشرۍ ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډله د جنوبي افریقا د شل اووریز لیګ اتلولي وګټله. د کېپ ټاون ټيم د شنبې په شپه د جنوبي افریقا په شل اووریز تجارتي لیګ کې له سنرایزر ایسټرن کپ سره مخ وو.
د راشدخان ټیم خپلې سیالې لوبډلې ته په شلو اوورونو کې د یو سل او دوه اتیا منډو هدف ټاکلی وو.ایسټرن کېپ لوبډله هدف ته په رسېدو پاتې راغله. دغه ټیم د شپږاویا منډو په توپیر لوبه وبایلوده او ټول لوبغاړي یې په یو سل او پنځه منډو وسوځېدل.د جنوبي افریقا د شل اووریز تجارتي لیګ کې شامل ټیمونه د هند د کرکټ د غوره لیګ آی پي ایل د لوبډلو د مالکانو دي چې د نړۍ مشهوره لوبغاړي پکې لوبیږي.په همدې سبب هم د دغو ټيمونو د نومونو په سر کې د هند د غوره لیګ د شاملو ټيمونو نومونه راځي.