د اټومي کچې پر پراختیا د شمالي کوریا ټینګار
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40656-د_اټومي_کچې_پر_پراختیا_د_شمالي_کوریا_ټینګار
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د امریکا، جاپان او سویلي کوریا ترمنځ پر پوځي همکارۍ نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې هغه به د خپل هیواد اټومي ځواکونه پراخ کړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 21, 1403 13:05 Asia/Kabul
  • د اټومي کچې پر پراختیا د شمالي کوریا ټینګار

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د امریکا، جاپان او سویلي کوریا ترمنځ پر پوځي همکارۍ نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې هغه به د خپل هیواد اټومي ځواکونه پراخ کړي.

کیم جونګ اون د دې هېوادونو پوځي همکاري په سیمه کې د کړکېچ لامل ګڼلې ده.د شمالي کوریا مشر خبرداری ورکړی چې هغه به د خپلو اټومي ځواکونو په پراخولو سره دې ګواښونو ته ځواب ووایی.هغه وویل چې د امریکا د ستراتیژیکو اټومي وسلو ځای پرځای کول، پوځي مانورونه، او د جاپان او سویلي کوریا سره همکارۍ په سیمه کې پوځي توازن ګډوډ کړی او امنیتي ګواښ یې رامینځته کړی دی.هغه ټینګار وکړ چې شمالي کوریا د تاوتریخوالي د زیاتولو هڅه نه کوي، خو په سیمه کې د پوځي توازن ساتلو لپاره به دوامداره متقابل اقدامات وکړي.