کابل کې د ایران انقلاب د بریا کلیزې نمانځل
دلو 21, 1403 13:01 Asia/Kabul
نن په کابل کې د ایران په سفارت کې د ایران اسلامي انقلاب د بریا د شپږ څلوېښتمې کلیزې د نمانځلو مراسم ترسره شول.
د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد نعیم وردک د دې غونډې مبارکي ویلو پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست، علي رضا بگدلي هم په دې مراسمو کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره پر ګډ هوډ ټینګار وکړ.په دې مراسمو کې، جهادي، کلتوري او مذهبي شخصیتونو هم د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د انقلاب اغیزې یادې کړې او زیاته یې کړه چې له اسلامي انقلاب وروسته، ایران تل د استکبار پر وړاندې ولاړ او د مظلومانو ملاتړ یې کړی دی.دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل کې د ایران د اسلامي انقلاب د شپږ څلوېښتو کلونو د لاسته راوړنو نندارتون جوړ شو.