امریکا ته د افغانستان چورلکو په لېږد د کابل نیوکه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40651-امریکا_ته_د_افغانستان_چورلکو_په_لېږد_د_کابل_نیوکه
د سرپرست حکومت دفاع وزارت ازبیکستان څخه امریکا ته د پخواني افغان پوځ د چورلکو لیږد د نه منلو وړ بللې او ویلي یې دي چې دا څرخکې د افغانستان دي او باید بیرته ورکړل شي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 21, 1403 12:59 Asia/Kabul
  • امریکا ته د افغانستان چورلکو په لېږد د کابل نیوکه

د سرپرست حکومت دفاع وزارت ازبیکستان څخه امریکا ته د پخواني افغان پوځ د چورلکو لیږد د نه منلو وړ بللې او ویلي یې دي چې دا څرخکې د افغانستان دي او باید بیرته ورکړل شي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په یوه خبرپاڼه کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د افغانستان خلک حق لري چې له خپلو حقونو دفاع او پوښتنه یې وکړي او ګاونډي هېوادونه هم باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.خوارزمي زیاته کړه چې سرپرست حکومت له امریکا څخه هم غوښتنه کوي چې افغانستان ته د چورلکو د بیرته راستنیدو په لاره کې خنډونه جوړ نه کړي. بلکې، افغانانو ته یې وسپارئ.اووه بلک هاوک هلیکوپټرې چې په دوه زره یو ویشتم کال کې د افغان پوځ پخوانیو پیلوټانو ازبیکستان ته لیږدولې وې، په دې وروستیو کې متحده ایالاتو ته سپارل شوي ديسرپرست حکومت څو ځله له تاشکند څخه غوښتي وو چې دا چورلکې کابل ته وسپاري.