په صهیونیستانو د میلیاردونو ډالرو وسلو پلور
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40621-په_صهیونیستانو_د_میلیاردونو_ډالرو_وسلو_پلور
د امریکا دفاع وزارت وايي چې د دغه هېواد دولت هوکړه کړې چې په صهیونیستي رژیم د ملیاردونو ډالرو په ارزښت بېلابېلې وسلې وپلوري.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 20, 1403 13:59 Asia/Kabul
  • په صهیونیستانو د میلیاردونو ډالرو وسلو پلور

د امریکا دفاع وزارت وايي چې د دغه هېواد دولت هوکړه کړې چې په صهیونیستي رژیم د ملیاردونو ډالرو په ارزښت بېلابېلې وسلې وپلوري.

دې ادارې ویلي دي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هلفایر توغندیو د پلورلو پلان وروستی کړی دی، چې ټولټال ارزښت یې شپږ سوه شپیته میلیونه ډالر دی، او دا وسلې به ډیر ژر صهیونیستانو ته ورکړل شي.یاد وزارت ویلي دي چې د امریکا دولت هوکړه کړې چې په دې رژیم مهمات او لارښود توغندي وپلوري.د دې وسلو ټول ارزښت شپږ ملیارده او پنځه اویا میلیونه ډالر ښودل شوی دی.امریکا، په ځانګړې توګه د غزې د جګړې پر مهال، صهیونیستانو ته د بمونو، توغندیو او نورو وسلو یو له لویو مرسته کوونکو څخه و.