کراچۍ بندر کې نړیوال سمندري مانورونه
دلو 20, 1403 13:55 Asia/Kabul
د "امان – دوه زره پنځه ویشت" په نوم د نړیوالو تمرینونو نهم پړاو د کراچۍ په بندر کې د پاکستان د سمندري ځواکونو په کوربه توب ترسره شو او د ایران په ګډون شپیتو هیوادونو پکې برخه اخیستې وه.
په دې تمرین کې د ایران د سمندري ځواکونو یو لوړ پوړی پلاوی هم ګډون لري.د امان سمندري تمرینونه هر دوه کاله وروسته ترسره کیږي او له دوه زره اووم کال راهیسې روان دي.ایران هم د لومړي ځل لپاره په دې پوځي تمرین کې جنګي بېړۍ سره ګډون کړی دی.دا تمرین د "سولې لپاره یوځای" تر شعار لاندې د لسګونو هیوادونو د کښتیو او جنګي ځواکونو په ګډون سره ترسره کیږي.د پاکستان د سمندري ځواکونو قوماندان نوید اشرف په دې تمرین کې د ایران له حضور څخه خوښي څرګنده کړه او وویل چې د سمندري او ځمکني امنیت په برخه کې د ایران او پاکستان ترمنځ رغنده تعاملات شتون لري.