لاریونونو کې د کډوالو نه ګډون
دلو 20, 1403 13:54 Asia/Kabul
ملګرو ملتونو په پاکستان کې له افغان کډوالو غوښتي چې د پاکستان د عمومي ټاکنو د کلیزې په مناسبت د پاکستان تحریک انصاف ګوند په لاریونونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
د پاکستان حکومت مخکې ویلي وو چې په وروستیو میاشتو کې یې لسګونه کډوال په لاریونونو کې د ګډون په شک نیولي دي.د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ تېره شپه په یوه بیان کې وویل چې دوی باید د پاکستان د حکومت قوانینو او مقرراتو ته درناوی وکړي او په داسې لاریونونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.دې سازمان ویلي دي چې دا ډول سیاسي کړنې کولی شي په پاکستان کې د کډوالو په وضعیت منفي اغیزې ولري.دا اعلان په پښتو، فارسي، اردو او انګلیسي ژبو خپور شوی دی.