دولتي مامورینو ته د جدي میاشتې معاش ورکړه
دلو 20, 1403 13:53 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي ادارو کارکونکو ته د تنخواوو د ورکولو د پیل خبرورکوي.
ښاغلي مجاهد ویلي چې د دولتي مامورینو معاشونه به سر له نن شنبې څخه پیل شي.د هغه په خبره بهرنیو چارو ، مالیې او دفاع وزارتونه به په لومړیو کې خپل معاشونه ترلاسه کړي نوموړي همدارنګه ویلي چې د نورو وزارتونو او ادارو د کارکو,نکو معاشونه به په راتلونکو څلورو ورځو کې اجراشي.له افغانستان سره د نړیوالو مرستو له ځنډولو وروسته ویل کیدل چې د دولتي کارمندانو معاشونه به د روان لمریز کال تر پایه پورې نه ورکول کېږي هغه څه چې د ذبیح الله مجاهد لخوا رد شو