د انقلاب رهبر سره د حماس مشرانو لیدنه
د حماس غورځنګ د رهبرۍ شورا مشر او غړو نن سهار د ایران اسلامي انقلاب له رهبر سره وکتل.
په دې غونډه کې، د حماس د رهبرۍ شورا مشر محمد اسماعیل درویش د غزې په جګړه کې د مقاومت د لویې بریا په اړه د ایران اسلامي انقلاب رهبر ته مبارکي وویله او وویل چې دا بریا د ایران اسلامي انقلاب د بریا له کلیزې سره سمون خوري.په دې غونډه کې د ایران اسلامي انقلاب رهبر د غزې د شهیدانو او شهیدو قوماندانانو، په ځانګړې توګه د شهید اسماعیل هنیه، د یاد درناوی وکړ او وویل: "خدای دې تاسو او د غزې خلکو ته عزت او بریا درکړي."هغه دا هم وویل چې دا لویه بریا زموږ او د اسلامي جمهوریت ترمنځ ګډه بریا ده، او همدارنګه د اسلامي جمهوریت او د ایران د خلکو په وړاندې د امریکا وروستیو ګواښونو ته په اشارې سره یې ټینګار وکړ: "دا ډول ګواښونه زموږ د ملت او حکومت په ذهنیت هیڅ اغیزه نلري."د اسلامي انقلاب رهبر ټینګار وکړ: تاسو صهیونیستي رژیم او په حقیقت کې امریکا ته ماتې ورکړه او د خدای په فضل سره مو هغوی ته اجازه ورنه کړه چې خپل هیڅ هدف ترلاسه کړي.