د سرپرست حکومت چارواکو او وزیرانو ته د مجاهد خبرداری
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i40570-د_سرپرست_حکومت_چارواکو_او_وزیرانو_ته_د_مجاهد_خبرداری
د سرپرست حکومت ویاند له طالب چارواکو غوښتي چې خپل اختلافات دې په رسنیو کې نه خپروي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
دلو 18, 1403 13:21 Asia/Kabul
  • د سرپرست حکومت چارواکو او وزیرانو ته د مجاهد خبرداری

د سرپرست حکومت ویاند له طالب چارواکو غوښتي چې خپل اختلافات دې په رسنیو کې نه خپروي

ذبیح الله مجاهد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې خبرداری ورکړی چې د سرپرست حکومت چارواکي او وزیران باید د خپلو اختلافاتو په ښکاره بیانولو سره، افغانستان د ګډوډۍ پر لور بو نه بیايي.مجاهد ویلي، دغه چارواکي کولای شي دا اختلافونه د طالبانو د مشر ملا هبت الله پر وړاندې بیان کړي او دوی د خپل نظر څرګندولو پوره آزادي لري. د سرپرست حکومت د ویاند په خبره، ملا هبت الله تر اوسه د مخالفو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.د طالب مشرانو تر منځ د اختلافاتو اوازې هغه مهال پیل شوې چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د طالبانو د مشر له خوا د واک پر انحصار نیوکه وکړه.