سویډن کې خونړی برید
دلو 17, 1403 16:42 Asia/Kabul
د سویډن پولیس وايي دوی باور نه لري چې په هیواد کې هغه وژونکې ډزې چې لس کسان یې ووژل ترهګریز برید اوسي.
دا پیښه د سې شنبې په ورځ د سویډن پلازمینې ستاکهولم ته څېرمه اوریبرو ښار کې یو ښوونځي کې رامنځته شوه.اوس د یاد هیواد پولیس وايي چې بریدګر دا جرم یوازې کړی او د دې پیښې تر شا هیڅ ترهګریزه انګیزه نشته.دا په داسې حال کې ده چې سویډن هیواد د ځینو اداره شویو جرمونو ترڅنګ کله ناکله د دا ډول بریدونو شاهد ويتر دې دمه ددغه هیواد په ښونځیو کې څو ځله دا ډول پېښې رامنځته شوي دي