10 صهیونیستانو ته مرګ ژوبله
دلو 17, 1403 16:40 Asia/Kabul
په اشغال شویو سیمو کې رسنیو په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستانو ضد عملیاتو او د څو صهیونیستانو د وژنې او ټپي کیدو راپور ورکړ.
ویل کیږي چې دا عملیات د طوباس په ختیځ کې د تیاسیر په کلي کې شوي چې په ډزو کې لږ تر لږه دوه صهیونیستان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.له دې پېښې وروسته د صهیونیستي رژیم چورلکې د پېښې ځای ته ورسېدې او ټپیان یې انتقال کړل.دا برید په داسې حال کې ترسره شو چې د دې عملیاتو ترسره کوونکي د دغه رژیم پر پوځیانو د څارنې له برج څخه ډزې وکړې او هغوی ته مرګ ژوبله واړوله